۰
پخوانی امریکايي سفیر:

طالبان باید سوله وکړي او امریکا دې هم ورسره واضح خبرې وکړي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر جیمز کننګهم وايي، طالبان باید سوله وکړي او امریکا دې هم افغانستان کې د خپل نقش په اړه ورسره واضح خبرې وکړي.
طالبان باید سوله وکړي او امریکا دې هم ورسره واضح خبرې وکړي
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر جیمز کننګهم وايي، طالبان باید سوله وکړي او امریکا دې هم افغانستان کې د خپل نقش په اړه ورسره واضح خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کننګهم اشنا تلوېزیون ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، تر څو طالبان پاکستان کې امن ځایونه ولري فکر نه کېږدي، چې سولې ته حاضر شي خو باید  نظامي او سیاسي فشار له لارې سولې ته حاضر کړای شي.

نوموړي افغانستان کې د امریکا نوې ستراتېژۍ ته په اشارې ویلي، که څه هم د دغه ستراتېژۍ د پلي کېدو کمه موده تېره تېرېږي کولای شي د بریالیتو لاره مشخصه کړي چې هغه هم د سیاسي لارې د جګړې پای ته رسېدل دي.

کننګهم ویلي، د سولې له پاره امیدونه پیدا شوي او د اوربند به اوږدېدو سره کېدای شي، چې د سیاسي خبرو او سولې له پاره زمینه مساعده کړي.

هغه دا اشاره هم کړې، چې امریکا مجبوره ده نظامي عملیاتو او هڅو ته دوام ورکړي، خو په وینا یې له طالبانو سره هم باید روښانه خبرې وکړې، ځکه د ده په باور امریکا باید په افغانستان کې یو نقش ولري او طالبانو ته دې واضح و وايي، چې د امریکا نقش او لرلید څه دی.

جیمز کننهګم زیاته کړې، امریکا او د افغانستان نور متحدین د کلونو راهیسې پدې کار کړې چې وسله وال مخالفین خبرو ته حاضر کړي او پدې باید پوه شي چې د جګړې له لارې هېڅکله بري ته نه رسیږي او نړۍ به يي هیڅ کله په رسمیت ونه پیژني.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د خپل هیواد ستونزه خپل منځ کې حل کړي، ځکه په وینا یې هره شخړه مدام په سیاسي موافقو حل کېږي چې طالبان هم بېرته یوځای کېدلی شي او اکثریت افغانان هم غواړي چې په سیمه کې یو امن أفغانستان اباد کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي