سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پر هغه عامو وګړو ډزې کړې، چې غوښتل یې د سولې او اوبندر د غځولو په موخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ورشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرونه دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه د پکتیکا ولایت په ښاربین او روضې سیمو کې رامنځ ته شوی دی.
د پکتیکا د والي ویاند غیاث دانش وايي، یو شمېر سوله غوښتونکو کسانو هڅه کوله د سولې پیغام د طالب تر کنټرول لاندې سیمو ته ورسوي، خو طالبانو پرې هوايي دزې کړې دي.
د هغه په وینا چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو طالبانو سوله غوښتونکي پرلټوال پسې اخیستي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا اوربند عام ولس ډېر سولې ته امیدواره کړی او له دواړو لورو غواړي، چې اوربند اوږد کړي.
د سولې له پاره په ګڼو ولایتونو کې د یو شمېر ځوانانو، متنفذینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا هڅې پیل شوې دي او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې، چې نور د پردیو د ګټو جګړه ونه کړي.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا