ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو د خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی

29 جوزا 1397 ساعت 10:03

ازبک چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د راتګ له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د خبرو کوربتوب وکړي.


ازبک چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د راتګ له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د خبرو کوربتوب وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تاکشند په تېر کنفرانس کې د کړې ژمنې له مخې ازبکستان چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربتوب وکړي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې ازبکستان د تاشکند له اعلامیې سره سم له بېلابېلو اړخونو او په دې ډله کې د طالبانو له جګپوړو استازو سره تماسونه نیولي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ازبک چارواکو دغه اړخونو سره د خبرو د پیل او په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې، چې دا تماسونه څه وخت او له کومو طالب مشرانو سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې د روژې د پای او اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند او همدا راز د دې اوربند د مودې د غځولو په اړه د ولسمشر اشرف غني د اعلان ستاینه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com