۰
ایټالیا:

که افغانستان کې ټاکنې پر وخت او رڼې تر سره شي، نړیوال ملاتړ به خپل کړي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د ایټالیا ولسي جرګه وايي، که افغانستان کې را روانې ټاکنې پر وخت او باوري تر سره شي نو دغه هېواد به نړیوال او کورنۍ ملاتړ راخپل کړي.
که افغانستان کې ټاکنې پر وخت او رڼې تر سره شي، نړیوال ملاتړ به خپل کړي
د ایټالیا ولسي جرګه وايي، که افغانستان کې را روانې ټاکنې پر وخت او باوري تر سره شي نو دغه هېواد به نړیوال او کورنۍ ملاتړ راخپل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر میلادنسي او ولسي جرګې رییس روبرتو فیکو د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

ډاکتر عبدالله له ایټالیا سره د دوه اړخیزه اړیکو د ټنګښت، د افغان امنیتي او دفاغي ځواکونو د دوامداره ملاتړ او دغه راز د وچکالۍ ځپلو سره د مرستو د جلبولو په خاطر ایټالیا ته په سفر تللی دی.

نوموړي پرون د ایټالیا د نورو چاروکو سره بېره د دغه هېواد د ولسي جرګې له رییس سره هم کتلي او هغه هم له افغانستان څخه د خپل هېواد پر اوږد مهاله ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه ایټالوي چارواکو ویلي، که په افغانستان کې ټاکنې پر وخت او باوري ترسره شي نو دغه هېواد به په نړیواله او داخلي کچه ملاتړ خپل کړي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه د ثبات په معنی دی او هېواد به یې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی، چې هېواد به یې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې پاتې شي، ځکه د ده په وینا په منځنۍ او سویلي آسیا کې سوله او ثبات د دوی له پاره خوار مهم دی.

د افغان حکومت اجرائیه رییس په خپلو خبرو کې د ایټالیا مرستو مننه کړې او له ایټالوي چارواکو یې د نورو دوامداره مرستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي، چې افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو پر وخت او باوري تر سره کېدو ته ژمن دی.

نوموړي له سیمه ییزه ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې ښې وبللې او تمه یې وښوده، چې پاکستان هم له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د عمل جامه ورواغوندي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي