۰

ډونالډ ټرمپ د فضايي پوځ د جوړولو امر کړی دی

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت ته د تشیالي یا فضايي ځواکونو د جوړولو امر کړی دی.
ډونالډ ټرمپ د فضايي پوځ د جوړولو امر کړی دی
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت ته د تشیالي یا فضايي ځواکونو د جوړولو امر کړی دی.

د جمهور آژان د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي، په فضا کې تش شتون بس نه دی، بلکې امریکا باید په فضا کې هم برلاسې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا نوی ځواک به له هوايي ځواکونو بېل خو ور سره یو شان وي، چې په وینا یې د دې شپږمې څانګې په جوړولو سره د ملي امنیت پیاوړي کولو او کار موندلو ته ګټه رسېږي.

هغه زیاته کړې، چې متحده ایالتونه امریکایان سپوږمۍ ته ستنوي او بالاخره به مریخ ته انسان واستوي نو په دې سبب دفاع وزارت او پنټګان ته امر کووم، چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو د شپږمې څانګې په توګه د تشیالي ځواک د بنسټولو لپاره سملاسي اړین ګامونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ وايي، دا د منلو نه ده چې روسیه یا چین پرېښودل شي چې په تشیال کې مخکښ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي