۰
دفاع وزارت:

د اوربند ورځو کې راغلي ګڼ شمېر طالبان ښارونو کې پاتې دي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، د اختر په درې ورځني اوربند کې راغلي ګڼ شمېر وسله وال طالبان په ښارونو پاتې دي.
د اوربند ورځو کې راغلي ګڼ شمېر طالبان ښارونو کې پاتې دي
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، د اختر په درې ورځني اوربند کې راغلي ګڼ شمېر وسله وال طالبان په ښارونو پاتې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې یواځې کابل ښار ته شااوخوا ۲۴۰۰بې وسلې طالبان داخل شوي وو، چې له امنیتي ادارو سره ثبت او راجستر شوي دي.

دی زیاتوي، چې کابل او نورو لویو ښارونو ته د طالبانو داخل شوي زیات شمېر غړو دا درک کړې چې نور جګړه نه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، طالب مشرانو هغه طالب جنیګالیو ته چې د اوربند په ورځو کې ښارونو ته تللی او له افغان ځواکونو سره یې جوړه انځورونه ایستلي د سزا ورکولو پرېکړه کړې ده.

رویټرز خبري آژانس د طالبانو د یوه مهم چارواکي له قوله ویلي، چې د اوربند په ورځ کې ښارونو ته د داخلېدو او له افغان ځواکونو سره د سلفي اسځورونو تر ویستلو وروسته طالب مشرانو یوه بېړنۍ غونډه کې دا پرېکړه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي