۰

ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپیان کړل

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپیان کړل
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه سهار ۹ بجې د جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پېښه د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، ماشومانو پر دې مرمۍ لوبې کولې، چې پرې چاودنې او د معلوماتو له مخې درې ماشومان په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي