ننګرهار کې چاودنې درې ماشومان ټپیان کړل

29 جوزا 1397 ساعت 11:04

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه سهار ۹ بجې د جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پېښه د هاوان د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، ماشومانو پر دې مرمۍ لوبې کولې، چې پرې چاودنې او د معلوماتو له مخې درې ماشومان په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 105365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com