د کندهار امنیه قوماندان وايي، د اوربند په ورځ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو تر انځور اخستلو وروسته دغه ډلې د فرهنګي چارو رییس امیرخان متقي له دندې لرې او پر ځای یې ذبیح الله مجاهد ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا په داسې حال کې ده، چې لوېدیځې رسنۍ راپور ورکړی، چې له افغان ځواکونو سره د طالب جنګیالیو عکس اخستلو د دغه ډلې یو شمېر مشران په غوسه کړي او په دې اړه یې یوه بېړنۍ غونډه کړې.
رویټرز خبري آژانس د یوه طالب چارواکي له قوله خبرورکړی، چې د طالبانو په غونډه کې هغه طالب جنګیالیو ته چې ښارونو ته تللی و او یا یې هم له امنیتي ځواکونو سره انځورونه ایستلي د سزا ورکولو پرېکړه شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم په یوه ډول د دغه خبر تاييد ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې طالب مشرانو د دغه ډلې د فرهنګي چارو رییس امیرخان متقي له همدې امله لرې کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د امیرمتقي پر ځای ذبیح الله مجاهد د طالبانو د فرهنګي چارو رییس ټاکل شوی او متقي ته د طالبانو د مشر ملا هبته الله اخندزاده د دفتر د رییس دنده ورکړل شوې ده.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل