۰

روان میلادي کال ۳۳۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۲
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روان میلادي کال کې تر اوسه پورې څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
روان میلادي کال ۳۳۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روان میلادي کال کې تر اوسه پورې څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر سیدحسین عالمي بلخي نن سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې و ویل، چې د دغه کډوالو لویه برخه له ایران او پاکستان څخه راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تېر او سږ کال د کډوالو په راستنېدو کې دومره توپیر نه دی راغلی، چې په وینا یې په ۲۰۱۷ کال کې ۶۱۹ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي وو، چې له دې شمیرې څه باندې ۱۵۰ زره یې له ایران څخه په زوره شړل شوي دي خو روان میلادي کال بیا څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

ده و ویل چې له دې شمیرې له ایران او پاکستان څخه د پناه‌غوښتنې اسناد لرونکي او له اسنادو پرته ۳۲۰۰۴۰ کسان او له اروپايی هیوادونو څخه ۹۵۵ کسان په خپله خوښه او ۲۴۶ کسه شړل شوي او پاتې د سیمې له نورو هیوادونو څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې اته میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي.

خو لا هم شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې کډوال دي، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي