۰

افغان ځواکونو ننګرهار کې د داعش دوه مرکزونه له منځه وړي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
افغان ځواکونو ننګرهار کې د داعش دوه مرکزونه له منځه وړي
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه عملیات تېره (سه شنبې شپه) د ننګرهار ولایت د هسکه مېنه ولسوالۍ په ګنجۍ سیمه کې د داعش پر مرکزونو تر سره شوي دي.

نوموړي و ویل، د ملي امنیت ځواکونو ځواکونو په یاده سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۷ داعش وسله وژلي او د هغوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش دوه هغه مرکزونه چې د اختر په ورځو کې یې ننګرهار کې شوي دوه ځانمرګي بریدونه هم په کې پلان شوي و له منځه وړي دي.

داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي