۰

افغانستان له سعودي عربستان سره هم هوايي دهلېز پرانیزي

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
ټاکل شوې، چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د سوداګریزه توکو د لېږد رالېږد له پاره هم یو هوايي دهلېز پرانستل شي.
افغانستان له سعودي عربستان سره هم هوايي دهلېز پرانیزي
ټاکل شوې، چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د سوداګریزه توکو د لېږد رالېږد له پاره هم یو هوايي دهلېز پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د یاد دهلېز د هوکړه لیک ټولې چارې بشپړې شوې او ښايي راتلونکې اوونۍ پرانستل شي.

د بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا آزادۍ رادیو ته ویلي، چې د دغه دهلېز په پرانستل کېدو سره به په لومړی ځل ۵۰۰ کیلوګرامه زعفران سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

باید و ویل شي، چې افغانستان له دې وړاندې د ترکیې او هند سره هم هوايي دهلېزونه پرانستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي