۰
ډاکترعبدالله:

له هر فرصت نه په ګټې اخیستنې د سولې له پاره کار کوو

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت د سولې له پاره جدي اراده لري او له هر فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د سولې له پاره کار کوي.
له هر فرصت نه په ګټې اخیستنې د سولې له پاره کار کوو
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت د سولې له پاره جدي اراده لري او له هر فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د سولې له پاره کار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه رییس په هېواد کې د سولې له پاره د هلمند د سولې کاروان ملاتړ کړی او د هغوی غوښتنه یې د ټول ولس غوښتنه بللې ده.

له اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپانه کې د ښاغلي عبدالله له قوله راغلي، چې د هلمندیانو د سولې کاروان دغه حرکت د دې ښودنه کوي چې سوله د یوې ملي اړتیا په توګه مطرح او ولسونه یې په هر قیمت غوښتونکي دي.

عبدالله ویلي، چې افغان حکومت د سولې په اړه خپل رسا غږ او نیک نیت ښکاره کړی او له ښه مرغه چې د حکومت د اوربند غږ ته طالبانو هم ځواب ورکړ.

نوموړي زیاته کړې، دې ځواب ثابته کړه چې په دواړو لوریوکې د سولې لېوالتیا شته او هیله من یم چې اوس طالبان د ملي یووالي حکومت د سولې غږ اوس د ولس غوښتنې ته ځواب و وایي او د سولې د خبرو اترو لپاره مذاکرات پيل کړي.

هغه په خبرپاڼه کې ویلي هلمندي ځوانانو او ټولو افغانانو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم چې د ملي یووالي حکومت د سولې لپاره جدي اراده لري او له هر فرصت نه په ګټې اخیستلو کار کوي چې د افغان ملت دې ملي داعیې ته لبیک و وایي.

باید و ویل شي، چې د هلمند د سولې کاروان غړو په هېواد کې د تل پاتې سولې د راتګ له پاره له تېرو ۳۸ ورځو راهیسې تر ۶۰۰ کیلومتره زیات واټن پلي طی کړ او پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه یې ځان پلازمېنې کابل ته ورساوه.

د سولې دغه کاروان له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې نور ورور وژنې جګړه پای ته ورسوي اوربند اوږد کړي او د سولې خبرې پیل کړي.

د دوی په وینا د تېرو څو لسیزو جګړو له افغان ولس څخه هر څه لوټلي او نور د جګړې او شخړو توان په هېڅ وګړي کې نه دی پاتې.

جمهورخبري آژانس: کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي