عمر رحمان د پاکستاني طالبانو نوی مشر وټاکل شو

30 جوزا 1397 ساعت 8:54

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني طالبانو عمر رحمان د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني طالبانو عمر رحمان د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني طالبانو دغه ګام وروسته هغې اخیستی، چې د راپورونو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر ملا فضل الله د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې و وژل شو.

پاکستاني رسنۍ وايي، د ملا فضل الله تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د پاکستاني طالبانو لوړ پوړو قوماندانانو عمر رحمان د خپل مشر په توګه وټاکه.

ویل کېږي عمر رحمان د پاکستاني طالبانو یو د مهم او لوړ پوړو کسانو څخه و چې د ملا فضل الله سره ډېر نېږدې و او د ګڼو بریدونو په طرحه کولو کې یې لاس درلود.

باید و ویل شي، چې ملا فضل الله د تېرې پنشنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په کونړ ولایت کې و وژل شو.

امریکايي او افغان چارواکو د ملا فضل الله د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني طالبانو یو بل مهم غړی مولوي بهادر جان هم چې غوښتل یې له پاکستان وتښتي، د پېښور د بادشاه خان په هوایي ډګر کې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com