۰

امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه و وته

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
امریکا ملګري متلونه له اسرائيلو سره په مغرضانه کړنو تورنه کړه او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا څخه یې خپل وتل اعلان کړل.
امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه و وته
امریکا ملګري متلونه له اسرائيلو سره په مغرضانه کړنو تورنه کړه او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا څخه یې خپل وتل اعلان کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکي هیلي تېره ورځ سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه مازیګر مهال د یوې مطبوعاتي بیانې په اعلان سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ تصمیم اعلان کړ.

دغه دواړو امریکايي چارواکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا تور پورې کړ، چې ریاکاري کوي، په ځينو هېوادونو کې بشري حقونو ته پاملرنه نه کوي او دغه راز د اسرائیلو پر وړاندې مغرضانه موضع نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې و ویل، چې امریکا د ټولو انسانانو ساتنې، شرافت، خپلواکۍ او حقونو ته ژمنه ده او باید صادق و واوسو خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو یو ضعف مدافع ده.

نوموړي د چین، کوبا او ونزویلا چې د ده په وینا د وحشتونو پخوانی تاریخ لري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې پر عضویت نیوکه وکړه.

پامپيو پرته له دې چې په تېرو کلونو کې د اسرائیلو له کړو جنایتونو یادونه وکړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له دغه هېواد سره په یوه اړخیزه کړنو تورنه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي