۰
کابل کې د چین سفیر:

چین له افغانستان سره خپلو هر اړخیزه مرستو ته ژمن دی

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
کابل کې د چین سفیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی او په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو ته ژمن دی.
چین له افغانستان سره خپلو هر اړخیزه مرستو ته ژمن دی
کابل کې د چین سفیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی او په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر لیوجین سونګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه کابل کې د مالیې له وزیر اکلیل حکیمي سره یوه ناسته کې کړې دي.

د ماليې وزارت پر فیسبوک پاڼه راغلي، چې د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د چین له سفیر لیوجین سونګ سره لیدلي او په لسو وروستې پاتې ولایتونو کې یې د یاد هېواد د لمریزي برېښنا پر پروژو بحث او خبرې اترې کړې دي.

حکیمي دغه راز د شانګهای کنفرانس کې د چین له میلمه پالنې د مننې تر څنګ ویلي، چې چین د افغانستان پخوانی دوست هېواد دی او تل یې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.

په ورته وخت کې د چین سفیر لیوجین سونګ ویلي له لیدنې نه یې موخه په شانګهای سازمان کې له افغانستان سره د شویو ژمنو تعقیب او عملي کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی او هیواد یې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

کابل کې د چین سفیر و ویل، چې اوس مهال د افغانستان په لسو ولایتونو کې د لمریزي برېښنا پر پروژو کار دوام لري او د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د رهایشي کورونو جوړولو پروژه پیل او دغه راز به د واخان له لارې د نوري فایبر وصلېدل د دواړو دوستو هېوادونو اړیکې لا ټینګې او پیاوړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي