۰

د بلخ دیني علما او مدني فعالان له طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
د بلخ يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د حکومت په څېر دې اوربند وغځوي.
د بلخ دیني علما او مدني فعالان له طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه
د بلخ يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د حکومت په څېر دې اوربند وغځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دیني عالمان او مدني فعالان پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه د مزار شريف په حضرت علي روضه کې راټول شوي وو.

دوی په خپلو خبرو کې ویل چې طالبان دې د ولسونو غوښتنې ومني او د حکومت په شان دې بيا اوربند وکړي ځکه په وینا یې د روانې جګړې قربانيان افغانان دي او د درېدو لپاره يې بايد جدي ګامونه واخيستل شي.

دوی ویل د اختر درې ورځني اوربند وښوده چې هم طالبان او هم افغان ځواکونه نور له جګړې ستړي شوي دي.

دیني عالمانو او مدني فعالانو د حکومت له خوا د اوربند تمديدېدل د افغان ولس په خير وباله او له طالبانو یې هم وغوښتلو چې اوربند وغځوي.

باید و ویل شي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند په کور د ننه او نړیواله کچه ستایل شوی، ملاتړ یې شوی، سولې ته یې د افغان ولس هیلې راتوکولې او له دواړو غاړو یې غوښتي، چې اوربند وغځوي او د سولې خبرې پیل کړي.

افغان حکومت تر نامعلومې مودې پورې اوربند تمدید کړی، خو طالبانو د اختر له څلورمې راهیسې اوربند مات کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان وغواړي، نو دی چمتو دی تر یوه کال پورې هم اوربند وغځوي او په هر ځای کې چې دوی غواړي د سولې خبرې ورسره پیل کړي ان که د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع هم وي.

جمهورخبري آژانس: بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي