سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، خو په ځوابیه برید کې ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د فراه د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر محب الله مجب زیاته کړې، چې طالبانو تېره شپه د غبرګولي ۲۹ مه د فراه د اول نمبر لویې لارې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځواکونه اوربند ته ژمن دي، خو دا چې طالبانو برید وکړ نو دوی هم د خپلې دفاع په خاطر پر وسله والو ځوابیه بریدونه پیل کړل.
د محب په وینا د طالبانو په برید کې څلور ملي پولیس شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
خو په ځوابیه برید کې د پوځ چورلکو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم چارواکو په فراه ولایت کې د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:فراه