۰

امریکا وایي سوریه کې یې د داعش د تېلو او ګازو د پلور مسوول وژلی دی

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۳
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د تېلو او ګازو د پلور مسؤول وژلی دی.
امریکا وایي سوریه کې یې د داعش د تېلو او ګازو د پلور مسوول وژلی دی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د تېلو او ګازو د پلور مسؤول وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مي میاشتې په ۲۶ مه ابوخطاب عراقي او د هغه درې دستیاران په یوه برید کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ابوخطاب عراقي په سوریه کې د داعش ډلې د تیلو او ګازو د پلور مسؤول وو خو دا چې د سوریې په کوم ځای کې وژل شوی په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

پنټاګون زیاتوي، چې د ابوخطاب عراقي په وژلو سره یې د داعش ډلې د بودیجې د تر لاسه کولو کچه راغورځولې ده.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي