امریکا وایي سوریه کې یې د داعش د تېلو او ګازو د پلور مسوول وژلی دی

30 جوزا 1397 ساعت 11:53

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د تېلو او ګازو د پلور مسؤول وژلی دی.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د تېلو او ګازو د پلور مسؤول وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مي میاشتې په ۲۶ مه ابوخطاب عراقي او د هغه درې دستیاران په یوه برید کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ابوخطاب عراقي په سوریه کې د داعش ډلې د تیلو او ګازو د پلور مسؤول وو خو دا چې د سوریې په کوم ځای کې وژل شوی په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

پنټاګون زیاتوي، چې د ابوخطاب عراقي په وژلو سره یې د داعش ډلې د بودیجې د تر لاسه کولو کچه راغورځولې ده.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 105408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com