۰
ډاکتر عبدالله:

د اوبو د ستونزو هواري لپاره په سیمه کې ګډ کار ته تیار یو

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۰
د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، افغانستان حاضر دی چې د اوبو ستونزو د هواري په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.
د اوبو د ستونزو هواري لپاره په سیمه کې ګډ کار ته تیار یو
د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، افغانستان حاضر دی چې د اوبو ستونزو د هواري په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د اوبو په اړه یوه ورځني کنفرانس ته وکړې.

نوموړي ویلي، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی یوه نړیواله ستونزه ده چې افغانستان هم ورسره مخ دی.

اجرائیه رییس ټینګار کړی چې افغانستان د اوبو ستونزو د هواري په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار کولو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اوبه د دوامداره پرمختګ لپاره اړینې وبللې او وايي، نن سبا د سیمې په کچه د اوبو ستونزه موجود ده او ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

باید و ویل شي، چې د (اوبه د دوامداره پرمختګ لپاره) کنفراس تنظیموونکي وایي، چې په یاد کنفرانس کې د ۱۱ هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې عبدالله د تاجکستان، پاکستان او ترکمنستان له مشرانو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول به پر سوله، اقتصاد او د اړیکو پر پراختیا له دوی سره خبرې کوي او په یو شمېر برخو کې به تړونونه هم لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي