غزني کې دوه پولیس له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي

30 جوزا 1397 ساعت 13:54

سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې دوه تنه هغه پولیس چې د وسله والو طالبانو سره یې همکاري درلوده، نیول شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې دوه تنه هغه پولیس چې د وسله والو طالبانو سره یې همکاري درلوده، نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پولیسو د خپل ټولي د قطعې د عملیاتو او فعالیتونو په اړه وسله والو طالبانو ته معلومات ورکول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي سرتېري غلام نبي او محمد حنیف نومېږي، چې یو یې د اندړو او بل یې د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچینه کاږي دغه دوه تنو له څه مودې راهیسې د غزني د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله، چې د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو تر څار لاندې وو، چې بالاخره ونیول شول.

د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې دوه میاشتې وړاندې هم دوه تنه پولیس سرتېري چې غوښتل یې په اندړو ولسوالۍ کې یوه امنیتي پوسته د ۵۰۰ زره کلدراو په بدل کې طالبانو ته وسپاري نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 105423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com