برېښنا شرکت خپل پوروړي عدلي او قضايي اورګانونو ته ورمعرفي کوي

30 جوزا 1397 ساعت 15:35

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، دغه شرکت به خپل ټول هغه پوروي چې د برېښنا پور نه پرې کوي د درنو جرمنو او فساد ضد عدلي او قضايي مرکز ته ورمعرفي کړي.


د برېښنا شرکت چارواکي وايي، دغه شرکت به خپل ټول هغه پوروي چې د برېښنا پور نه پرې کوي د درنو جرمنو او فساد ضد عدلي او قضايي مرکز ته ورمعرفي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت کابینې د برېښنا شرکت په وړاندیز داسې یوه طرحه تصویب کړې، چې له مخې به یې د برېښنا شرکت هغه پوروي، چې د برېښنا پیسې یې نه دي ورکړې او نه یې ورکوي، عدلي او قضايي اورګانونو ته وروپېژندل شي.

هغه و ویل، چې د برېښنا شرکت د پوروړو له پاره درې میاشتې نور وخت هم شته چې خپل حسابونه پاک کړي، که نه دغه شرکت به لاس په کار او ټول پوروړي به د درنو جرمنو او فساد ضد عدلي او قضايي مرکز ته ورمعرفي کړي.

غالب وايي، د کابینې د تصویب شوې پرېکړې له مخې د برېښنا شرکت هغه پوروړي، چې پور یې له ۵ میلیونه افغانیو زیات دی د درنو جرمونو او فساد ضد عدلي او قضايي مرکز ته او هغه چې پور یې له دې کم دی د هېواد نورو عدلي او قضايي اروګانونو ته ښايي معرفي شي.

د غالب په خبره اداره یې د خپل پور د تر لاسه کولو له پاره ان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سره پر داسې یوه طرحه کار کوي، چې له مخې به یې هغه کسان چې پور نه پرې کوي، نوم به یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د نوماندا له نوملړ څخه وایستل شي.

د برېښنا شرکت رییس و ویل، چې په تېرو څو کلونو کې د برېښنا شرکت دولتي او خصوصي ګډونوال ۹.۷ میلیادره افغانۍ پوروړي دي، چې ډېری یې روزواکان، د دولتي لوړ پوړي کسان، قوماندانان او د پارلمان غړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 105430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com