۰

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له ازبک چارواکو سره پر سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان سولې په تړاو د ازبکستان له چارواکو سره خبرې اترې کړې او دغه مسله یې څېړلې ده.
د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له ازبک چارواکو سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان سولې په تړاو د ازبکستان له چارواکو سره خبرې اترې کړې او دغه مسله یې څېړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبک چارواکو وړاندې ویلي و، چې دوی له طالبان مشرانو سره اړیکې نیولې او له هغوی سره یې نېغ په نېغ د سولې پر خبرو بحث کړی دی.

که څه هم دوی دا نه و ویلي، چې دغه خبرې څه وخت او چېرته تر سره شوې، خو وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې و ویل، چې هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کوربتوب ته چمتو دی.

همدا موضوع د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان د ازبکستان د بهرنیو چار وزیر عبدالعزیز کمیل‌اف سره په تاشکند کې څېړلې خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل کېږي، د افغان حکومت له خوا د اوربند له تمدیدو وروسته ازبکستان اوس له وسله والو طالبانو هم غوښتي، چې د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني د اختر په وینا کې له طالبانو سره اوربند د لسو نورو ورځو له پاره هم وغځاوه، خو طالبانو د اختر په درېیمه د شپې ناوخته اوربند مات او په ځينو ولایتونو کې یې بریدونه پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي