۰

کندهار کې ۱۰ طالبان او یو پولیس وژل شوي دي

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د کندهار امنیتي چارواکي ولایت کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال د دریو پولیسو په ګډون د ۱۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
کندهار کې ۱۰ طالبان او یو پولیس وژل شوي دي
د کندهار امنیتي چارواکي ولایت کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال د دریو پولیسو په ګډون د ۱۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ د ​قاري سليم کاريز​ په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پوري يې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی خو په دفاعي غبرګون کې یې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې دراني و ویل، د پولیسو یو رنجر موټر د طالبانو له خوا پر خښ شوي ماین ختلی، چې په چاودنه کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي