د ترکمنستان ولسمشر:

د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ همکارۍ د سیمه ییز ثبات لپاره مهمې دي

31 جوزا 1397 ساعت 11:48

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بریدي محمدوف وایي، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ همکارۍ د سیمه ییز ثبات لپاره مهمې دي.


د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بریدي محمدوف وایي، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ همکارۍ د سیمه ییز ثبات لپاره مهمې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محمدوف دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله سره د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د اوبو د نړیوالو کنفرانس په څنډه کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د هغه په وینا د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ همکارۍ د سیمه ییز ثبات لپاره مهمې دي او هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي محمدوف ټینګارکړي، چې افغانستان یې یو ښه ګاونډی دی او تل به په بېلو برخو کې ورسره همکاریو ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت د افغان حکومت اجرائیه رییس هم په بېلو برخو کې د ترکمنستان له همکاریو مننه کړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا ښو اړیکو په لرلو ټینګار کړی دی.

باید و ویل شي، چې محمدوف په دغه لیدنه کې اجرایه رییس ډاکترعبدالله عبدالله  ته د ترکمنستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105456

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105456/

جمهور
  https://www.jomhornews.com