د کورنیو چارو وزارت وايي کابل کې یې دوه ځانمرګی بریدګر نیولي دي

31 جوزا 1397 ساعت 14:32

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه ځانمرګو بریدګر د نیولو خبر ورکړ.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه ځانمرګو بریدګر د نیولو خبر ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه دوه ځانمرګي بریدګر نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه سهار شاوخوا لس بجې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتي ادارې کارکوونکو دا ځانمرګي بریدګر د کابل ښار اړوند د میوند په جاده د حلبي جوړولو په کوڅه کې نیولي دي.

د دانش په وینا له دې ځانمرګرو بریدګرو دوه ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 


د مطلب کود: 105461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com