۰

سرپل کې یو ځوان خپله مور وژلې ده

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د سرپل د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوان خپله مور وژلې خو د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
سرپل کې یو ځوان خپله مور وژلې ده
د سرپل د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوان خپله مور وژلې خو د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د ښځو چارو رییسه نسیمه آرزو ویلي دغه پېښه پرون چهارشبنې د غبرګولي ۳۰ مه د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د تبر په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په یاد کلي کې یو ځوان چې په نشه يي توکو روږدی و، خپله مور ځکه وژلې، چې نوموړي ته یې پیسې نه ورکولو.

د مېرمن آرزو په خبره قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او اعتراف یې کړی، چې د پیسو د نه ورکړې له امله یې مور وژلې ده.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي