۰

هرات کې نامعلومه وسله والو یو دیني عالم وژلی دی

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې یو تن دیني عالم جعفر توکلي په ډزو وژلی دی.
هرات کې نامعلومه وسله والو یو دیني عالم وژلی دی
امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې یو تن دیني عالم جعفر توکلي په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د هرات ښار د ۶۴ سړک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امین الله امین وايي، دوه تنه موټر سپرو وسله والو پر دیني عالم جعفر توکلي د هغه د کور مخې ته ډزې کړې او وژلی یې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

باید و ویل شي، چې جعفر توکلي هرات ولایت کې یو له وتلو دیني عالمانو او د حکمت په نوم د یوې سیمه ییزې رادیو بنسټګر او مشر هم وو.

تر اوسه د دغه دیني عالم د وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي