۰

طالبانو کندهار کې د سړک جوړونې ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي.
طالبانو کندهار کې د سړک جوړونې ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو وړمه شپه ناوخته د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوونې په یوه کمپنۍ برید کړی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی د دې خبر پخلي کوي او وايي طالبانو لومړی د سړک جوړونې شرکت ۲۰ ساتونکي او وروسته یې ۱۳ تنه فني کارکوونکي نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کسانو د خلاصون له پاره پولیس سمیې ته رسېدلي، چې له وسله والو طالبانو سره یې نښته هم رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا په دې نښته کې څلور پولیس وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

دی وايي، تر جګړې وروسته طالبان په دې بریالي شوي، چې د سړک جوړونې شرکت دغه ساتونکي او کارکوونکي له ځان سره یوسي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي