۰

پکتیاوال هڅه کوي دغه ولایت د سولې د خبرو له پاره امن سیمه اعلان کړي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د پکتیا ولایت سیمه ییزه چارواکو داسې هلې ځلې پيل کړې، چې پر مټ یې وکولای شي، دغه ولایت د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره په امن سیمه بدل کړي.
پکتیاوال هڅه کوي دغه ولایت د سولې د خبرو له پاره امن سیمه اعلان کړي
د پکتیا ولایت سیمه ییزه چارواکو داسې هلې ځلې پيل کړې، چې پر مټ یې وکولای شي، دغه ولایت د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره په امن سیمه بدل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت والي شمیم کټوازي ویلي، دغه هلې ځلې یې د دیني عالمانو، قومي مخورو او مدني فعالانو پر مټ پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې داسې هلې ځلې روانې دي چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو لپاره یوه خوندي سیمه اعلان شي او بیا له دې سیمې څخه د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لار هواره شي.

د پکتیا والي دا هم ویلي، چې په همدې تړاو د لویې پکتیا د قومي مخورو له خوا د وسله والو طالبانو سره هم خبرې اترې دوام لري.

ویل کېږي چې وروستي اوربند طالبان د افغانستان د حکومت پر ژمنو تر ډېره حده باورمن کړي دي او کېدای شي د خوندي سیمې پر خوندیتوب طالبان باورمن کړي.

د شمیم کټوازي په وینا د پکتیا قومي مشران او سپینږیري پر حکومت او طالبانو فشار راوړي چې خپل شرایط ورته و وايي او د خوندي سیمې د خوندیتوب لپاره ضمانت ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، ډېرې هیلې دي، چې دغه حرکت مثبتي پایلې ولري.
 
هغه زیاته کړې، چې د اوربند او سولې له پاره تر اوسه د قومي مخورو او ځايي خلکو له خوا ۱۷ غونډې هم تر سره شوي دي.

بل خوا ویل کېږي، چې د پکتیا په جاني خېلو او اومنې ولسوالیو کې هم قومي مشرانو او ځايي خلکو د اوربند او سولې غوښتنه کړې او په دې اړه یې له طالبانو سره ناستې کړې دي.
 
د جاني خېلو ولسوالي د بل خېل د قوم یو تن مشر صبرخان ویلي، د جاني خېلو په غونده کې طالبانو هم ګډون کړی و او په اوربند یې موافقه کړې ده.
 
دغه په وینا په دې غونده کې ۷۰۰ ځاي مشران او خلک او دغه راز ۱۲ وسله وال طالبان هم ناست و او پر دې توافق وشو، چې دواړه لوري به اوربند کوي.
 
باید و ویل شي، چې د اختر په شپو ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا اوربند د سولې نوې او ګڼې هیلې راټکولې او له هغې راهیسې په ګڼو ولایتونو کې هڅې پیل شوې، چې اوربند اوږد او سولې ته لار هواره شي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي