کندهار چارواکو هغه دوه پاکستاني سرتېري، چې درې کاله وړاندې د افغانستان په خاور کې نیول شوي و، پاکستان ته سپارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار چارواکو تېره ورځ جمعه د زمري اوله نېټه دغه دوه پاکستاني پوځیان په سپین بولدک ولسوالۍ کې پاکستاني لوري ته وسپارل.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان کمېسارۍ مسوول محمد شریف غرزي ویلي، دغه دوه پوځيان له پاکستاني ځواکونو سره د ښو اړیکو پر بنسټ خوشې شول.
هغه زیاته کړه«موږ دغه دوه کسان د ښه نيت په خاطر دوى ته وسپارل، په دې سپارنه کې کوم قيد يا شرط دخيل نه و، ځکه دوى هم د ښه نيت څرګندولو په دود موږ ته دوه کسان راوسپارل»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ تېره چهارشنبه وويل چې په چمن سيمه کې يې دوه افغان سرتېري د افغانستان لوري ته وسپارل.
ويل شوي، دغه افغان سرتېري هغه وخت نيول شوي وو چې په تېروتنې له ډيورند کرښې د پاکستان قلمرو ته داخل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کندهار