۰

د کعبې شریفې او مدینې منورې امامانو افغانستان کې پر سولې ټینګار وکړ

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د مکې معظمې او مدینې منورې ملا امامانو د جمعې په خطبه کې د افغانستان د سولې له پاره دعا وکړه او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
د کعبې شریفې او مدینې منورې امامانو افغانستان کې پر سولې ټینګار وکړ
د مکې معظمې او مدینې منورې ملا امامانو د جمعې په خطبه کې د افغانستان د سولې له پاره دعا وکړه او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مکې مکرمې د مسجدالحرام امام شیخ عبدالرحمن السدیس نن د جمعې خطبه کې د افغان سولې لپاره دعا وکړه ،د جکړې پر بنديدو او افغانانو منځ کې يې پر يووالي ټينګار وکړ.

دغه راز په مدينه منوره کې د نبوي مسجد ملا امام هم د مکې مکرمې د مسجدالحرام د امام په څير، خطبه کې د افغان سولې او ثبات لپاره دوعا وکړه.

دواړو امامانو هیله څرګندنه کړې، چې په جګړه پای ته ورسېږي افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ او ورور وژنه پای ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د کوچني اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د هرکلي ترڅنګ د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د شاهي ماڼۍ له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې کې پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کوي او له دواړو خواوو غواړي چې اوربند ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد پاچا خادم الحرمین الشریفین د اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په ډېره مینه تعقیب کړ او په دې برکتي اقدام یې خوشالي څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان پاچا هیله کړې چې د افغانستان اوربند به تمدید شي او دومره به دوام وکړي چې دواړه خواوې د دایمي سولې لپاره پر یوه جوړجاړي سلا کېږي.

ده همداراز ویلي، افغانان چې د جګړې وحشت سخت ځپلي دي، غواړي چې په هیواد کې یې د جنګ فصل پای ته ورسېږي او د سولې، پخلاینې او سوکالۍ یو نوی باب پیل شي.

د خادم الحرمین الشریفین په پیغام کې ویل شوي«له خدای تعالي څخه غواړم چې زموږ افغان وروڼه په هغه څه کې بریالي شي چې د دوی د هیواد په خیر دي او پخلاینه پکې بریالۍ کړې چې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې امنیت او ثبات ټینګ شي.»

باید و ویل شي، چې افغان حکومت د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ او طالبانو بیا یوازې د اختر په ورځ کې اوربند وکړ، چې په کور د ننه او بهر کې یې په نړیواله کچه ملاتړ او هرکلی وشو.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي