۰

پاکستان طالبان د خپل نوي مشر په ټاکل کېدو سره مخالف شوي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
راپورونه وايي، پاکستاني طالبان د خپل نوي مشر د ټاکلو پرېکړه د ځینو ستونزو او اختلافاتو له امله ځنډولې ده.
پاکستان طالبان د خپل نوي مشر په ټاکل کېدو سره مخالف شوي
راپورونه وايي، پاکستاني طالبان د خپل نوي مشر د ټاکلو پرېکړه د ځینو ستونزو او اختلافاتو له امله ځنډولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټي ټي پي یا پاکستان طالبانو د خپل مشر ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته هڅه کوله، چې خپل نوی مشر وټاکي، خو تر منځ یې اختلافات راپورته شوي دي.

د پاکستاني طالبانو غړو د جرمني خبري اژانس DPA ته ویلي چې دوه مهم ګروپونه چې دا ډله یې جوړه کړې، د مقابل لوري له کاندید سره مخالفت کوي او غواړي د دوی کاندید د ډلې مشر شي.

وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستاني طالبانو عمر رحمان، چې د دغه ډلې یو وتلی او مشهور قوماندان دی د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

خو د پاکستاني طالبانو یوه غړي قاري نور DPA اژانس ته ویلي، د سوات اوسېدونکی عمر رحمان سواتی نېږدې و چې د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه غوره شي، خو یو ناڅاپه له دې پرېکړې سره مخالفت وشو.

ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر مفتي نورولي محسود هم غواړي د دې ډلې مشر شي.

د TTP یوه بل غړي DPA اژانس ته زیاته کړې، چې نورولي محسود د افغان طالبانو له حقاني شبکې سره نېږدې اړيکې لري.

قاري نور وايي، حقاني شبکه چې په پاکستان کې مرکزونه لري او د پاکستان له پوځي استخباراتي ادارې ISI سره د اړیکو په لرلو تورنه ده، هم د مفتي نورولي ملاتړ کوي.

باید و ویل شي، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله یوه اوونۍ وړاندې د افغان حکومت په همکارۍ په کنړ ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي