۰

کندهار کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو کندهار ولایت کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه تمبول شوي دي.
کندهار کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي
ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو کندهار ولایت کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه تمبول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د چنګاښ دوهمه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په خاکریز ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا د سختو تلفاتو سره مخ شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په دې جګړه کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو وړمه شپه د کندهار ولایت په سپین بولدګ ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ تنه کارکوونکي برمته او له ځانه سره وړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي