۰
راپورونه:

ګڼ طالبان اوربند او سوله غواړي او په ځینو سیمو کې یې دا کار کړی هم دی

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
ګڼ طالبان اوربند او سوله غواړي او په ځینو سیمو کې یې دا کار کړی هم دی
راپورونه وایي، ګن شمېر ټیټ پوړي طالبان او د هغوی جنګیالي د اوربند غوښتولو تر څنګ سولې ته لېواله شوي او په ځینو سیمو کې یې دا کار کړی هم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي پکتیا، پکتیکا او لوګر هغه درې ولایتونه دي، چې په کې یو شمېر طالبانو د اوربند او سولې په موخه له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره لیده کاته کړي دي.

د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې خو د طالبانو ۱۲ استازي له نېږدې ۷۰۰ قومي مشرانو، دیني علمانو او ځايي خلکو سره د اوربند او سولې په تړاو ناسته کړې ده.

د دغه ولسوالي قومي مشران وایي، طالبانو د دوی سره په اوربند توافق کړی دی.

د پکتیکا په اومنې ولسوالۍ کې هم د اوربند او سولې له پاره د ځايي مشرانو او طالبانو تر منځ غونډه شوې او دا هم ویل کېږي، چې په یاده سیمه کې اوربند او سوله غوښتونکي طالبان د هغه طالبانو سره اوښتي، چې اوربند او سوله نه غواړي.

راپورونه وایي، د دغه دوه طالب ډلو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوې، چې ۹ تنه په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان ملپاسوال محمد عظیم هاشمي ویلي،  د طالبانو د دغو دوو ډلو ترمنځ جګړه د ومني ولسوالي په (اتوخونو) سیمه کې هغه مهال ونښته چې د طالبانو يوې ډلې غوښتل د افغانستان له حکومت سره د جګړې پر ځای سوله وکړي، خو بلې ډلې يې مخالفت وکړ.

د هاشمي په وینا په دې برید کې انتحاري حمله هم وشوه.

له بلې خوا ویل کېږي، د لوګر په نارامه ازره ولسوالي کې د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړتوب د سیمې طالبانو له حکومت سره د دایمي اوربند اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا هم وايي، ډېر ژر به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم ویلي، نېږدې راتلونکې کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په یوه نامعلوم ځای کې پیل شي.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې امریکا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل له پاره یوه کاري ډله جوړه کړې، چې په واشنګټن او کابل کې فعالیت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي