۰

د پکتیا والي له وسله وال بریده روغ و وت

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.
د پکتیا والي له وسله وال بریده روغ و وت
سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.

د جمهور خبري آژانس د د خبر له مخې د والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، چې کټوازی نن شنبې د چنګاښ دوهمه له کابل څخه پکتیا ته په لاره کې و، چې په لوګر ولایت کې پرې برید شوی دی.

نوموړي دا ونه ویل، چې پر والي برید د لوګر په کومه سیمه کې شوی خو زیاته یې کړه، چې والي کټوازي ته په دې برید کې هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه برید په اړه وسله والو ډلو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي