۰

ټرمپ پر شمالي کوریا بندیزونه تمدید کړل

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر شمالي کوریا د امریکا بندیزونه د یوه بل کار له پاره هم وغځول.
ټرمپ پر شمالي کوریا بندیزونه تمدید کړل
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر شمالي کوریا د امریکا بندیزونه د یوه بل کار له پاره هم وغځول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپينې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه بندیزونو د اوږدېدو یو لامل دا دی، چې شمالي کوریا اوس هم لوی ګواښ دی، ځکه اټومي وسلې لري.

امریکا پر شمالي کوریا پر داسې حال کې بندیزونه اوږدوي، چې نېږدې لس ورځې وړاندې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو په سنګاپور کې سره ولیدل او ټرمپ و ویل، چې شمالي کوریا نور یو اټومي ګواښ نه دی.

ټرمپ دا هم ویلي و، چې دی او د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون به داسې ستونزې حل کړي، چې تر اوسه یې څوک په حل کولو نه دي بریالي شوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي