۰
هند:

افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
هندي چارواکي وايي، د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرو کې ویلي، چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.
افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري
هندي چارواکي وايي، د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرو کې ویلي، چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج او د اروپايي ټولنې د استازې سیاست له مشرې فیدریکا موګیریني برازیل کې کړې دي.

دواړو  د افغانستان پر وان وضعیت، سولې پروسې، ګډوالو او ځینو نورو مسایلو نظرونه سره تبادله کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل خو د سولې خبرو ته په اشارې سره یې ویلي، چې افغانستان یوې روښانه راتلونکي ته رسېدلو په پار د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالي ټولنې مرستو ته شدیده اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي