۰

کندهار کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د چنګاښ دوهمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په یوه موتر کې چې د منځلو له پاره په سیمه کې درول شوی و، د ځای پر ځای شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

د چارواکو په خبره په چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، دغه موټر د حاجي ظریف مارکېټ ته نېږدې د منځلو له پاره درول شوی وو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي