۰

د سعودي عالمانو شورا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې سوله وکړي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
د سعودي عربستان د عالمانو شورا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې اهلي امر ته غاړه کېږدي او سوله وکړي او دغه الهي امر ومني.
د سعودي عالمانو شورا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي، چې سوله وکړي
د سعودي عربستان د عالمانو شورا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې اهلي امر ته غاړه کېږدي او سوله وکړي او دغه الهي امر ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان نه خپرېدونکې عکاظ ورځپاڼې د دغه هېواد د عالمانو شورا له قوله لیکلي، چې افغان وروڼه دې د سولې الهي امر ومني.

د سعودي د عالمانو شورا په بیانیه کې د دغه هېواد د پاچا سلمان هغه دریځ هم ستایل شوی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ یې د اوربند او سولې په اړه کړی وو.

د یاد هېواد د عالمانو شورا په دغه بیانیه کې زیاته کړې، دا یو نیک ګام دی چې پاچا سلمان بن عبد العزیز د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کړی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې سعودي عربستان به د خلکو او دولت په توګه د افغانستان له اسلامي دولت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سعودي عالمانو شورا په بیانیه کې د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره دعا شوې او افغانانو ته د داسې ګامونو پورته کولو هیله ښودل شوې چې د افغانستان پکې خیر وي.

دوی په دغه اعلامیه کې د قرآن کریم پر هغو ایتونو استدلال کړی چې د مسلمانانو ترمنځ روغې جوړې او سولې ته خلک رابولي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جمعې په خطبه کې د مکې معظمې امام شیخ عبدالرحمن اسدیس او د مدینې منورې امام هم د افغان سولې له پاره دعا کړې وه، او ټینګار یې کړی و، چې دواړه لورې دې نور سوله وکړي.

امام سدیس ویلي وو، مسلمانانو ته پکار دي چې له منطق، عقل او حکمت کار واخلي او په افغانستان کې روانې جګړې یوازې وینه توی کړې، ویجاړی او دوښمني یې رامنځته کړې.

هغه ویلي دا چې د سعودي پاچا چې د نبوي او مکي حرم خادم دی، د افغانانو ترمنځ د سولې ملاتړ کړی دا یوه حکیمانه پریکړه او د اسلامي شریعت حکم دی.

باید و ویل شي، د سعودي پاچا د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په شپو کې د اوربند د ستاینې تر څنګ هیله کړې وه چې د دواړو خوا له خوا دغه اوربند وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي