۰
د هلمند سولې کاروان:

طالبانو مو وړاندیزونو ته مثبت ځواب رانه کړ اوس د سفارتونو مخې ته خېمې دروو

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۲
د هلمند د سولې کاروان غړي وايي، وسله والو طالبانو د اوربند او سولې په تړاو د دوی سمدستي غوښتنې او وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورنه کړ.
طالبانو مو وړاندیزونو ته مثبت ځواب رانه کړ اوس د سفارتونو مخې ته خېمې دروو
د هلمند د سولې کاروان غړي وايي، وسله والو طالبانو د اوربند او سولې په تړاو د دوی سمدستي غوښتنې او وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورنه کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاروان تنظیوونکي غړو نن شنبې د چنګاښ دوهمه د کابل په حضوري چمن کې خبریالانو ته و ویل، چې دوی تیره شپه دولس بجې وسله والو طالبانو ته د دغه کاروان له خوا په سمدستي ډول د اوربند د ټینګیدو په ګډون ځینې وړاندیزونه لېږلي و، خو طالبانو مثبت ځواب ور نه کړ.

د هلنمد د سولې د کاروان د غړو په استازیتوب اقبال خیبر چې طالبانو دوی ته خصوصي پیغام استولی، خو د دوي غوښتنه له طالبانو څخه داوه، چې هغوی دې د یوې اعلامیې له لارې د سولې د کاروان وړاندیزونو ته ځواب ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په خصوصي پیغام کې هغوی خپله پخوانۍ خبره تکرار کړې ده، او ویلي یې و، چې تاسو زمونو پر ځای بګرام ته لاړ شئ اوله هغوی خپلې غوښتنې مطرح کړۍ.

د خیبر په وینا اوس د کاروان غړ پرېکړه کړې، چې کابل کې د هغه سفارتونو مخې ته د پرلټ خیمې ودروي، چې پر وسله والو طالبانو په یوه نه یوه ډول نفوذ لري.

خیبرزیاته کړه، چې د کاروان غړي به د یکشنبې له ورځې به په کابل کې د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان او د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" مخ ته په نوبتي ډول د پرلت خیمې ودروي.

دی وايي، دغه خیمې به په نوبت سره د هر سفارت مخې ته تر دریو ورځو پورې ولاړې وي، چې په کې به هڅه وشي، د کوم سفارت مخ ته چې پرلت ته کښینو د هغه هېواد له وګړو سره هم اړیکې ونیسو او هغوی هلته لاریونو ته راوبولو.

باید و ویل شي، چې د وسله والو طالبانو څخه د هلمند د سولې د کاروان د غړو په غوښتنو کې سمدستي اوربند، د سولې لپاره د یو مرکز ټاکل، د ښکیلو خواو ترمنځ ګډ حکومت رامنځ ته کیدل او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش برابرول شامل وو.

دوی وایي، دغه غوښتنې یې له افغان حکومت څخه هم کړې، چې تر ډېره حکومت ورسره منلې هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي