۰

د سولې شوراد افغان سولې په اړه د سعودي د هڅو هرکلی وکړ

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان د پاچا او د حرمينو الشريفينو د امامانو د وروستيو څرګندونو هرکلى کړی دی.
د سولې شوراد افغان سولې په اړه د سعودي د هڅو هرکلی وکړ
د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان د پاچا او د حرمينو الشريفينو د امامانو د وروستيو څرګندونو هرکلى  کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا له خوا نن شنبې د چنګاښ دوهمه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې دوی د افغان سولې په اړه د سعودي د بادشاه او د حرمينو الشريفينو د امامانو د وروستيو څرګندونو هرکلى کوي.

د سولې شورا یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس پر سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

باید و ویل شي، چې پرون د مسجد الحرام او مسجد نبوي امامانو د جمعې خطبې افغانستان ته ځانګړې کړې وې، چې په کې یې پر سولې، اوربند ، ورولۍ او خبرو اترو ټينګار وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دوى د دغو څرګندونو هرکلى کړى او ویلي یې دي، د افغانستان سولې او اوربند لپاره د دوى هڅې او څرګندونې د ستايلو دي.

د سولې شورا يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ کړى چې له هغه تاوتريخوالي لاس واخلي چې د اسلام په نامه يې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان د عالمانو شورا هم پر وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږی کړي، چې سوله وکړي او دغه الهي امر ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي