د داعش د جنګ مرستیال وزیر او د بغدادي پیغام رسوونکی وژل شوي

3 سرطان 1397 ساعت 8:49

په وژل شویو کسانو کې د داعش د جنګ مرستیال وزیر، د داعش د پولیسو رییس، د داعش د رسنیو یو مدیر او دغه راز د یادې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي ځانګړی پیغام رسوونکی هم شامل دي.


د عراقي هوایي ځواکونو په سوریه کې پر داعش وسله والو بمبار کړی او تر ۴۵ پورې لوړ پوړي داعشیان یې په کې وژلي دي.

په وژل شویو کسانو کې د داعش د جنګ مرستیال وزیر، د داعش د پولیسو رییس، د داعش د رسنیو یو مدیر او دغه راز د یادې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي ځانګړی پیغام رسوونکی هم شامل دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د عراق هوايي ځواکونو د سوریې په دیر الزور کې، د داعش وسله والو په یوه غونډه کړی دی.

د عراق پوځ پرون شنبې د چنګاښ دوهمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی هوايي ځواکونو د دیر الزور ایالت د هجین ښار کې درې کورنه بمبار کړی، چې داعش په کې وو.

سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې ټولټال ۴۵ داعشیان وژل شوي، چې په کې د دغه ډلې د جنګ مرستیال وزیر، د داعش د پولیسو رییس، د داعش د رسنیو یو مدیر او دغه راز د یادې ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي ځانګړی پیغام رسوونکی هم شامل دي.

د سوریې دیر الزور ولایت له عراق سره پولې ته نېږدې پروت دی او عراقي پوځ د اپرېل له میاشتې راهیسې، د سوریې په خاوره کې د داعش پر وسله والو هوايي حملې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 


د مطلب کود: 105540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com