۰

میدان وردګو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي دي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۰
د ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ هوايي ځواکونو په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
میدان وردګو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ هوايي ځواکونو په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د چنګاښ ۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې هوايي ځواک د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی پنځه موټره له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ترې جمعې په ورځ د یادې ولسوالۍ پر لویه لار پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او د کابل- بامیانو لویه لار یې د ترافیکي پر مخ تړلې وه.

د میدان وردګو چارواکي وايي، دغه لار اوس د ترافیکو پر مخ پرانستې او وسله وال طالبان هم ځپل شوي دي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي