۰
د حج او اوقافو وزیر:

د حاجیانو د لېږد پروسه به د چنګاښ په ۲۶ پیل شي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وايي، د حاجیانو د لېږد ټول قراردادونه بشپړ شوي او د لېږد پروسه به یې هم د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۶ مې نېتې پیل شي.
د حاجیانو د لېږد پروسه به د چنګاښ په ۲۶ پیل شي
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وايي، د حاجیانو د لېږد ټول قراردادونه بشپړ شوي او د لېږد پروسه به یې هم د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۶ مې نېتې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عثماني نن یک شنبې د غبرګولي ۳ مه مشرانو جرګې یا سنا مجلس ته د دغه پروسې د معلوماتو په اړه ورغوښتل شوی وو.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې د حاجیانو د لېږد په تړاو ټول قرادادونه په افغانستان او سعودي عربستان کې بشپړ شوي او وزارت اوس دې ته انتظار باسي تر څو د سعودي حکومت د هغوی وېزې صادرې کړي.

دی وایي، د حاجیانو د لېږد تړون له کام ایر هوايي شرکت سره چې ۳۰ سلنه برخه په کې آریانا شرکت هم لري لاسلیک شوی او د حجاجو پروازونه هم د مهال وېش او د سعودي عربستان له خوا د وېزو د صادرلو سره سم ترتیب شوی دی.

د هغه په وینا سعودي عربستان به هم د روانې هجري قمري میاشتې په پای کې د حاجیانو د وېزې صادرولو کار پیل کړي.

عثماني دا هم و ویل، چې وزارت یې له وړاندې په مکه مکرمه او مدینه منور کې د حاجیانو له پاره د استوګنې د ځای ځایګي تړون کړی او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته.

د حج او اوقافو وزیر زیاته کړه، چې د تېرو کلونو په شان سږ کال هم سعودي عربستان، افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو د ورتګ برخه ورکړې او په دې کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د وزیر په خبره په دغه ۳۰ زره حاجیانو کې ۲۴ زره یې عام وکړي او ۴ زره یې د حج او اوقافو وزارت او پاتې دوه زره نور یې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ، د شهیدانو وارثینو، د ملي شورا د غړو او د ولسوالیو شوراګانو د غړو برخه ده، چې په وېش کې یې وزارت کار نه لري.

ځينو سناتورانو د حاجیانو د لېږد پر پروسې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې ولې وزارت د کام ایر پر ځای اریانا دولتي شرکت او دغه راز د رهبرانو او سیاسي حزبونو ونډې ته پاملرنه نه ده کړې.

که څه هم وزیر د حاجیانو د لېږد سږنی قرادرد روڼ وباله او ویې ویل، چې هر څه پر خپل وخت تر سره شوی، خو د رهبرانو او سیاسي حزبونو د ونډې په اړه یې له څه ویلو پرته ټینګار وکړ، چې وزارت د دغه ونډو په وېش کې کار نه لري.

باید و ویل شي، چې په تېرو کلونو کې د حاجیانو د لېږد پروسه یو له هغه ستونزو څخه وه، چې تل به یې د وزارت، ملي شورا او د حاجیانو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې وې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي