۰

په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۳۰ تنه د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نیول شوي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۷
د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۳۰ قاچاق وړونکي نیولي دي.
په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۳۰ تنه د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نیول شوي
د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۳۰ قاچاق وړونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د ۱۸۶ قضییو په تړاو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي، چې دولتي کارکوونکي او بهرنیان هم په کې شامل دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند احمدخالد موحد نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو له خوا یاد مرکز ته سپارل شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په نیولو ۲۳۰ شویو قاچاق وړنکو کې ۹ تنه دولتي کارکوونکي، دوه بهرنیان او ۱۳ ښځې شاملې دي.

دی وایي له دوی ۶۷ تنه هغه کسان دي، چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې هندوستان او سعودي عربستان ته د هیروئیونو د لیږدولو نیت درلود.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند زیاتوی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې اکثره تورن شوي کسان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.

هغه و ویل، په دې موده کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو ۱۷۹ قاچاقبرانو ته، له یو کال څخه تر شلو کلونو د حبس سزا اورولې ده او ۳۲ تنو ته یې برائت ورکړی دی.

موحد زیاته کړه، چې په یاده موده کې له نیول شویو قاچاقبرانو څخه نږدې ۸۵۷ کیلوګرامه هیروئين، څه باندې ۳۸۰ کیلوګرامه مورفین، شاوخوا ۶۴۴۰ کیلوګرامه اپین، څه دپاڅه ۲۱ زره کیلوګرامه چرس، نږدې ۱۵ کیلوګرامه ښیښه، د K په نوم ۶۱۵۹ نشه ‌يي ټابلیټونه او نږدې ۳۳۵۸ لیټره الکولي مشروبات ترلاسه کړي دي.

دغه راز هغه و ویل، امنیتي ځواکونو ۴۷۱۸۷ کیلوګرامه کلک کیمیاوي مواد او ۶۵۵ لیټره تیزاب هم نیولي دي، چې پر وینا یې دغه مواد افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي او د هیروئينو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د ده په وینا له نیول شویو قاچاقبرانو څخه ۶۰ عرادې بیلابیل ډوله موټر، یو موټرسایکل، اته میله وسله، ۲۹۳ ګرځنده ټيلیفونونه، نږدې ۲۳۸ زره افغانۍ او څه باندې ۵ زره امریکايي ډالر ضبط او د دولت شتمنیو ته انتقال شوي دي.

د یاد مرکز د شمیرو له مخې، د تیر لمریز کال په وروستیو دریو میاشتو کې افغان ځواکونو، د نشه يي د قاچاق د ۱۷۷ قضیو په تړاو د ۲۱۸ تورنو کسانو دوسیې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلې وې، چې په کې ۷ دولتي مامورین، دوه بهرنیان او ۶ ښځې شاملې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي