۰
مشرانو جرګه:

سعودي عربستان دې د افغان سولې په برخه کې عملي ګام پورته کړي/ پر پاکستان دې فشار راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۱
د افغانستان مشرانو جرګې د افغان سولې په تړاو د سعودي پاچا، د حرمینو شریفینو (مکې معظمې او مدینې منورې) د امامام د څرګندونو هرکلی او د سولې په برخه کې یې د دغه هېواد د عملي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
سعودي عربستان دې د افغان سولې په برخه کې عملي ګام پورته کړي/ پر پاکستان دې فشار راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي
د افغانستان مشرانو جرګې د افغان سولې په تړاو د سعودي پاچا، د حرمینو شریفینو (مکې معظمې او مدینې منورې) د امامام د څرګندونو هرکلی او د سولې په برخه کې یې د دغه هېواد د عملي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې غړو د نن یک شنبې د چنګاښ ۳ مه په عمومي غونډه کې و ویل، چې سعودې عربستان دې په عملي توګه په افغانستان کې د سولې راتګ ته لاس په کار شي.

د جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار و ویل، د سعودي د پاچا او د حرمینو شریفینو د امامانو له خوا په افغانستان کې د اوربند له اوږېدو او سولې ملاتړ او غوښتنه او دغه راز د دغه جګړې حرام بلل ساده او وره خبره نه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې سعودي عربستان له ۱۷ کلونو وروسته د افغانستان د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړ او په همدې اړه د مکې مکرمې او مدینې منورې امامانو افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ورور وژنه وبلل او د هغو د درېدو غوښتنه یې وکړه.

د جرګې مشر د سعودي د عملي ګامونو په تړاو و ویل، چې د افغانستان د جګړې ریښه او سر په پاکستان کې دی او سعودي عربستان څخه یې وغوښتل، چې پر دغه هېواد له خپل نفوذ څخه په ګټنې فشار راوړي تر څو د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر نورو غړو ویل، چې سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې د یوه مطرح هېواد اغېز لري او باید د افغان سولې په اړه جدي اقدامات تر سره کړي.

د جرګې غړي زلمي زابلي و ویل، دوی د سعودي پاچا او د امامانو له څرګندونو هرکلی او ملاتړ کوي خو ترې غواړي، چې افغانستان کې د سولې له پاره عملي ګامونه پورته او له مختلفو لارو پر پاکستان فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.

د مشرانو جرګې غړو ټینګار وکړ، چې که چېرې سعودي عربستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، نو بې له شکه چې ګټور به تمام شي، ځکه د دوی په وینا سعودي پر امریکا هم اغېز لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي