۰

د ترکیې ولسمشریزه ټاکنې اردوغان وګټلې

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د ترکیې د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ګټلې او بریالی شوی دی.
د ترکیې ولسمشریزه ټاکنې اردوغان وګټلې
د ترکیې د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ګټلې او بریالی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د ترکیې رسنۍ زیاتوي، ترکیه کې ۸۷ سلنه هغو کسانو رایې ورکړې چې د رای ورکولو حق لري، چې د کمېسیون په وینا ډېری یې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ګټلې دي.

د ترکیې دولتي رسنیو ویلي، د کابو ټولو رایو تر شمېرلو وروسته،‌ رجب طیب اردوغان په سلو کې شاوخوا ۵۳ سلنه رایې ګټلې او ټاکنیز سیال یې محرم اینجه چې د جمهوریپال خلق ګوند له خوا نوماند و،‌ په سلو کې ۳۱ رایې ترلاسه کړې دي.‌

ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تېره ورځ استانبول کې د وینا پرمهال د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی؛ خو تر اوسه یې اصلي ټاکنیز سیال ماتې نه ده منلې.‌

محرم اینجه ویلي وو، که په ټاکنو کې بریالی شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به بیړنی حالت چې په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته اعلان شو، ختم کړي.

باید و ویل شي، چې اردوغان ۱۱ کاله لومړی وزیر او بیا ولسمشر شو او د اساسي قانون بدلېدو سره د نوموړي اجراییوي واکونه ډېر شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي