د عراق او سوریې پر پوله امریکايي سرتېري ځای پر ځای شوي

4 سرطان 1397 ساعت 9:50

د عراق ځینې امنیتي سرچینو تایید کړې، چې د دغه هېواد او سوریې تر منځ د پولې په اوږدو کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.


د عراق ځینې امنیتي سرچینو تایید کړې، چې د دغه هېواد او سوریې تر منځ د پولې په اوږدو کې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط عراقي رسنیو ته ویلي، چې امریکایي ځواکونه پرون یک شنبې د چنګاښ ۳ مه په ناڅاپي ډول د عراق او سوریې د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شول.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی خو هغوی د الرطبه او القایم ولسوالیو کې د سوریې له پولې او د الانبار ولایت ولایت کې ځای پر ځای شوي دي.

سرچینې ویلي، د امریکايي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره آسمان د امریکايي چورلکو ګڼو پروازو نیولی وو.

باید و ویل شي، چې د عراق او سوریې تر منځ پوله کې تېره اونۍ ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي، چې یو په کې د عراقي مقاومت ځواکونو پر مرکز د امریکا توغنديي برید وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com